Revolutionary Political Want justice Support charity Help poor's

Breaking

Wednesday, August 11, 2021

د افغانستان لوی درستیز له دندې 'ګوښه' شوی




 د افغانستان دفاع وزارت کې یوه سرچینه وايي، لوی

 درستیز ولي محمد احمدزی له دندې ''ګوښه '' شوی او پر ځای یې هبت الله علیزی د لوی درستیز په توګه ګومارل شوی دی.

ښاغلی علیزی له دې مخکې د ځانګړو ځواکونو د قول اردو قوماندان و. د سرچینې په وینا د ۲۱۵ قول اردو قوماندان سمیع سادات د ځانګړو ځواکونو لپاره د نوي قوماندان په توګه ګومارل شوی دی.

ولي محمد احمدزی نژدې دوې میاشتې مخکې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د لوی درستیز په توګه ګومارل شوی و.

له هغه وروسته چې په افغانستان کې جګړې زور واخیست او وسله والو طالبانو د افغانستان پر یو شمېر لویو ښارونو بریدونه وکړل، د ښاغلي احمدزي له لوري د جګړې د مدیریت په هکله نیوکې ‌ډېرې شوې.

د جګړې ډګر له تودیدو سره سره ښاغلی احمدزی د جګړې په لیکو کې نه دی لیدل شوی.

وسله والو طالبانو په تېره اونۍ کې د یو شمېر ولایتونو مرکزونه نیولي دي او د رپوټونو له مخې په نژدې ۲۵ ولایتونو کې جګړه روانه ده.

له دې مخکې په مزار شریف کې د ۲۰۹ قول اردو کې قوماندان له دندې ګوښه شو.

له دې مخکې د ولسمشر غني او ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تر منځ له اوږدو بحثونو وروسته د ښاغلي عبدالله په وړاندیز پخوانی جهادي قومندان بسم الله محمدي د دفاع وزیر په توګه وګومارل شو.

د افغانستان دفاع وزارت کې له تېرو ۷ کلونو راهیسې د مشرتابه په کچه یوشمېر پرلپسې بدلونونه رامنځته شوي، چې د ځینو په اند دا چاره ښايي پر خپل ځای د جګړې په مدیریت کې د کمزورتیا یو لامل ګرځېدلی وي.

له دې مخکې تېره ورځ د افغانستان مالیې سرپرست وزیر خالد پاینده له خپلې دندې استعفا وکړه او عالم شاه ابراهیمي یې پر ځای د مالیې سرپرست وزیر وګومارل شو.

د مالیې وزارت ویاند محمد رفیع تابع بي بي سي ته وویل، ښاغلي پاینده د شخصي مسایلو له کبله استعفا کړې.

ولسمشر غني دا وروستیو کې عالم شاه ابراهیمي د مالیې وزارت د عوایدو برخه کې د مالیې وزارت د مرستیال په توګه پر دنده ګومارلی و.

نوموړي مخکې د مالیې وزارت اداي مرستیال او اریانا افغان هوايي شرکت د مشر په توګه دنده درلوده.

No comments:

Post a Comment

Adbox